جلال اباد -- چارواکو وویل چې له وخت نه مخکې چاودنو دوه داسې کسان چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوال کې ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور په اساس، ولایتي پولیسو وویل، چې د داعش بمي بریدګرو هڅه وکړه چې په مومند دره ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو د هغوی واسکټونه له وخت نه مخکې وچاودېدل.