تروريزم

امنیتي ځواکونو د کابل له یوه جومات څخه بهر'شپانه' ځانمرګي بمي بریدګر شنډ کړل

سلام ټایمز

یوه افغان پولیس د سپتمبر په ۲۹ مه، په کابل کې د شیعه ګانو له یوه جومات څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید له ساحې سره نژدې د اور وژونکیو امنیت نیولی دی.‌ ۶ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه بمي بریدګر چې ځان یې د یوه شپانه په بڼه جوړ کړی وو، د اسلامي تقویم په حساب د یوې تر ټولو مقدسې ورځې په ترڅ کې له حسینیه جومات څخه ۱۴۰ متره لیرې ځان ته چاودنه ورکړه.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یوه افغان پولیس د سپتمبر په ۲۹ مه، په کابل کې د شیعه ګانو له یوه جومات څخه بهر د یوه ځانمرګي بمي برید له ساحې سره نژدې د اور وژونکیو امنیت نیولی دی.‌ ۶ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه بمي بریدګر چې ځان یې د یوه شپانه په بڼه جوړ کړی وو، د اسلامي تقویم په حساب د یوې تر ټولو مقدسې ورځې په ترڅ کې له حسینیه جومات څخه ۱۴۰ متره لیرې ځان ته چاودنه ورکړه.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- امنیتي چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې ځان یې د شپانه په بڼه جوړ کړی وو، هڅه وکړه چې د جمعې په ورځ /د سپتمبر ۲۹ مه/ په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هغه خپل هدف ته ورسېږي، ودراوه.

د کابل د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې د څانګې قوماندان جنرال سالم احساس وویل، بمي بریدګر په کابل کې له حسینیه جومات څخه ۱۴۰ متره لیرې ځان ته چاودنه ورکړه.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «بمي بریدګر د وریو یوه رمه څروله، او مخکې له دې چې هغه خپل هدف ته ورسېږي ځان ته یې چاودنه ورکړه،»

پولیسو او روغتیایي چارواکو وویل، چاودنې ۶ کسان ووژل او لږ تر لږه ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د کابل عاجل روغتون ټویټ وکړ چې هغوی ته د ۶ ماشومانو په شمول ۳۳ کسه قربانیان ور وړل شوي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، درې تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.‌

سمدلاسه چا د برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.‌

د راپورونو له مخې، طالبانو او د داعش اورپکو په مکرر ډول د افغانستان شیعه اقلیت ټولنه په نښه کړې ده.‌

طالبانو سمدلاسه له مسؤلیت اخیستنې څخه انکار وکړ، خو د اورپکو دغه ګروپ په دې مشهور دی چې د داسې بریدونو له مسؤلیت اخیستنې څخه غاړه غړوي چې ملکي تلفات ولري.‌

افغانستان له ۵۰۰ څخه ډېرو ملکي کسانو ته روزنه او وسلې ورکړيچې د محرم د پاکې میاشتې په ترڅ کې د شیعه جوماتونو ساتنه وکړي.‌

د لویې وینې تویېدنې مخه ونیول شوه

یوه عیني شاهد وویل، امنیتي ګامونو د ډېرو تلفاتو مخه ونیوله.

یوه عیني شاهد او د کابل اوسېدونکي جواد سلام ټایمز ته وویل، «دوه یا درې ځانمرګو بمي بریدګرو چې ځانونه یې د شپنو په بڼه جوړ کړي ول، هڅه وکړه چې جومات ته ورنژدې شي، او داسې یې ښودله چې هغوی د قربانۍ لپاره وري راوستي دي،‌ خو له نېکه مرغه چې هغوی د تلاشۍ په لومړۍ پوسته کې وپېژندل شول،»

هغه وویل، «د هغوی له ډلې څخه یوه خپل چاودېدونکي مواد وچول، په داسې حال کې چې بل مشکوک کس له برید څخه وروسته ونیول شو،»

د کابل یوه بل اوسېدونکي سلام ټایمز ته وویل، «که په سیمه کې امنیتي کسان نه وای، بریدګرو به دغه برید په جومات کې دننه کړی وای، چې په هغه صورت کې به سلګونه کسان وژل شوي وای،»

ځانمرګي بمي بریدګر غوښتل چې جومات ته په داسې وخت کې ځان ورسوي چې عبادت کوونکي د دعا په ځای کې وي.‌

دغه برید د عاشورا پر وخت،‌ چې د محرم په میاشت کې د شیعه عابدانو لپاره ډېره مهمه ده،‌ ترسره شو.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500