هرات -- چارواکو وویل، په فراه ولایت کې د جمعې په ورځ /د وږي ۳۰ مه/ لږ تر لږه ۱۵ افغانان هغه وخت ووژل شول چې یوه بس له یوې لارۍ سره ټکر وکړ.
د دغه ولایت ویاند محب الله محب ای اېف پي ته وویل، ۳۰ نور کسان د سهار وختي په یوه ټکر کې، چې په بکوا ولسوالۍ کې وشو، ټپیان شول.
بس له هرات ولایت څخه کندهار ولایت ته په لاره وو چې ټکر یې وکړ.
د فراه د والي ویاند، نصیر مهري، ای اېف پي ته وویل، ټول تلفات د بس مسافر ول، او زیاته یې کړه چې په هغوی کې لږ تر لږه درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل ول.
دا لا معلومه نه ده چې ټکر د څه له امله پېښ شو، خو په افغانستان کې د اوږدو لارو د مسافر وړونکیو بسونو ټکرونه ډېر پېښېږي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې، لږ تر لږه ۱۳ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه بس او یوې لارۍ په کندهار کې سره ټکر وکړ.