کابل -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د تلې ۸ مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې بې نېټې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د حقاني شبکې دوه مشکوک غړي ونیول.
د ملي امنیت ریاست په خپله اعلامیه کې ویلي، چې اورپکي په ۹مه امنیتي حوزه کې د بریدونو له ترسره کولو څخه مخکې د پولیسو په ۳ مه امنیتي حوزه کې ونیول شول. په اعلامیه کې د نیونې نېټه نه ده یاده شوې.
د ملي امنیت د ریاست چارواکو د مشکوکو کسانو نومونه فیروز کوچی او رفیع الله یاد کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې نیول شوي کسان د پاکستان په اکوړه خټک کې روزل شوي ول، او زیاتوي چې د حقاني شبکې یوه قوماندان هغوی کابل ته د دې لپاره رالېږلي ول چې تاوتریخوالی جوړ کړي.