لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د داعش د خراسان څانګې ویاند عزیز اعظم وواژه.
د پنجشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید دوه ورځې مخکې په پچیر اګام ولسوالۍ کې وشو.
اعظم همدارنګه د ترهګرې ډلې لپاره د استخدام مسؤل و او د ملکي خلکو په وژنه کې ښکېل وو.