لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د مرغومي ۲۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۸ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې اغا پاچا، چې په یاد ولایت کې د داعش غړو ته د درنو وسلو د رسولو مسؤل وو، د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰مه/ په نرۍ اوبه کلي کې ووژل شو.