کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۴ مه/ د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدایی نتایج اعلان کړل.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د نهو ښځو په ګډون ۳۳ کاندیدان له کابل څخه د ولسي جرګې چوکیو ته بریالي شوي دي. دا انتخابات د تلې په ۲۸مه ترسره شوي ول.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون، چې د انتخاباتو اړوند شکایتونه څېړي، تر اوسه پورې دغه نتایج نه دي تایید کړي.