جلال اباد -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د سلواغې ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوايي برید په دغه ولایت کې د داعش یو جیګپوړی غړی وواژه.
دا برید د جمعې په شپه /د سلواغې ۴ مه/ د چپرهار ولسوالۍ په اغزو سیمه کې ترسره شو.
چارواکو د داعش غړی د قاري نقیب الله په نامه یاد کړ.