کونړ -- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۲ مه/ راپور ورکړ، چې په کونړ ولایت کې د داعش او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د یوې نښتې په ترڅ کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه یو غړی ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، جګړه د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱/ ناوخته په وټه پور ولسوالۍ کې پیل شوه.