کابل -- د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځمکنیو ځواکونو، چې خپلو هوایي ځواکونو یې ملاتړ کاوه، د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
وزارت وویل، هوایي ځواک، د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره، چې ۱۲ تصفیوي عملیات او د ځانګړیو ځواکونو ۸۱ ماموریتونه یې ترسره کړل، دوه بریدونه او ۷۸ الوتنې وکړل.
دغه عملیات په ۱۱ ولایتونو کې تره سره شول.