کابل -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د سلواغې ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډویانو په کندوز ولایت کې د طالبانو له حبس څخه لږ تر لږه ۵ تنه یرغمل شوي کسان ازاد کړل.
د اعلامیې په اساس، په چاردره ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې محبس پر ضد عملیات د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۸مه/ ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې ۴ مشکوک کسان ونیول شول.
چارواکو د ازادو شویو کسانو هویت ونه ښود.