مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۳ مه/ په فاریاب ولایت کې د دوه جلا جلا نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې په لومړۍ پېښه کې څلور تنه طالبان په دولت اباد ولسوالۍ کې ووژل شول او درې نور سخت ټپیان شول.
اعلامیه زیاتوي، چې له دې جلا عسکرو د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې د یوې بلې نښتې په ترڅ کې درې تنه طالب جنګیالي ووژل او یو بل یې ټپي کړ.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.