قزاقستان او افغانستان د همکارۍ پیاوړتیا ته سترګې په لاره دي

سلام ټایمز

استانه -- کازينفورم د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۸ مه/ د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر بیبوت اتام کولوف او په قزاقستان کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي تېره اونۍ په سیاسي، سوداګریزه،‌ اقتصادي او بشري برخو کې د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې.

اتام کولوف وویل، «له افغانستان سره همکاري په منځنۍ اسیا کې د بشپړتیا د پروسو د برخې په توګه او د روابطو په برخه کې د دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ انکشاف به په مجموعي همکارۍ باندې یو مثبت تاثیر وکړي،»

هغه زیاته کړه، «قزاقستان له ډېرو کالو راهیسې په افغانستان کې د سولې د پروسې او بیا رغونې په برخو کې همکاري کوي،»

د اتام کولوف په وینا، قزاقستان له دې سره علاقه مندي لري چې پوځي - تخنیکي همکاري پیاوړې کړي، افغانستان ته د حبوباتو صادرات زیات کړي، د افغان اتباعو لپاره په قزاقستان کې تعلیمي پروګرامونه روان وساتي او په دغه هېواد کې د رېللارې او بېخبناء پروژې تطبیق کړي.

عظیمي وویل، له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو افغان اتباعو د قزاقستان په پوهنتونونو کې زده کړې کړي یا به زده کړې وکړي.

هغه وویل، د قزاقستان له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کسان اوس د افغانستان له سوله ییز انکشاف سره مرسته کوي، او غوښتنه یې وکړه چې د قزاقستان حکومت دې د هغو افغان زده کوونکو لپاره، چې هیله لري په قزاقستان کې زده کړې وکړي، د سکالرشپونو شمېر زیات کړي.‌

عظیمي وویل، «مونږ د افغانستان په پرمختګ کې د قزاقستان د رول ډېره ستاینه کوو». هغه د افغان حکومت له خوا هیله څرګنده کړه چې د قزاقستان او افغانستان تر منځ ارتباطات یوې ستراتیژیکې سطحې ته راولي.

عظیمي وویل چې قزاقستان په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

هغه وویل، افغان حکومت دې ته تیار دی چې د کانونو د انکشاف په شمول ګډې پروژې حمایه کړي. همدارنګه، افغانستان له دې سره علاقه مندي لري چې د الماتا او کابل تر منځ مستقیمې الوتنې بیا پیل شي چې په دې سره به تجارتي اړیکې پراخې شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500