متحده ایالاتو د دوحې د خبرو په ځنډېدلو سره له کابل او طالبانو څخه وغوښتل چې د مذاکراتو مېز ته ورستانه شي

ای اېف پي

دوحه -- داسې ښکاري چې په قطر کې د طالبانو او افغان پلاوي تر منځ خبرې د جمعې په ورځ /د وري ۳۰ مه/ ځنډېدلي، او واشنګټن له دواړو خواوو څخه غوښتي چې د خبرو مېز ته ورستانه شي.

په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې اترې د شنبې په ورځ /د وري ۳۱ مه/ پیل شي.‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي، «مونږ له ټولو اړخونو سره په تماس کې یو او دا هڅونه مو وکړه چې هر یو خبرو ته ژمن پاتې شي.»

هغه وویل، «زه په ټولو اړخونو تاکید کوم چې له وخت نه استفاده وکړي او د برخه والو د داسې لست په سر په موافقې کولو سره وضعیت داسې حالت ته ور وګرځوي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.»

د ولسمشر اشرف غني ادارې د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۷مه/ د حکومتي څېرو په شمول د ټولنې د ټولو برخو د استازو افغانانو یو ۲۵۰ کسیز لست اعلان کړ چې په خبرو کې یې برخه اخیستنې ته ولېږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500