امنیت

ملګرو ملتونو د طالبانو پسرلني عملیات وغندل او ویې ویل چې هغه به نور کړاوونه رامنځته کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس چې طالبانو د وري په ۲۳مه خپور کړی دی، د ادعاوو له مخې د هغوی جنګیالي په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د یادې ډلې د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي. [آرشیف]

دا عکس چې طالبانو د وري په ۲۳مه خپور کړی دی، د ادعاوو له مخې د هغوی جنګیالي په داسې حال کې ښیي چې په یوه نامعلوم ځای کې د یادې ډلې د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي. [آرشیف]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ / د وري ۲۶مه/ طالبان د هغوی د پسرلنیو عملیاتو له امله وغندل او پر ټولو ډلو یې غږ وکړ چې پرځای یې «له فرصت څخه ګټه واخلي» او خبرې پیل کړي.

یادې شورا په یوه متفق علیه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو اعلان به «د افغانانو لپاره لا نور غیر ضروري کړاوونه او ویجاړتیاوې رامنځته کړي.»

طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان څخه څو ساعته وروسته د شنبې په ورځ /د وري ۲۴مه/ له کندوز سره نژدې او په کابل کې بریدونه پيل کړل.

د افغان چارواکو په وینا، په جګړه کې لږ تر لږه ۹ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د سولې خبرو سره سره جنګ کول

دغه وینه تویونه په داسې حال کې چې متحده ایالات له طالبانو سره د یوه سوله ییز جوړجاړي هڅه کوي، او د را روانې میاشتې په لومړیو کې په قطر کې د ترسره کېدونکو متوقع خبرو له یوه نوي پړاو څخه مخکې، پېښه شوه.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا، «د شخړې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې له فرصت څخه په استفادې داسې ټول شمولې بین الافغاني خبرې اترې ترسره کړي چې په نتیجه کې یې یو سیاسي حل رامنځته شي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره یې څو پړاوه خبرې په دې هیله ترسره کړي چې د سولې یوې موافقې ته ورسېږي، دغه د پسرلنیو عملیاتو اعلان «بې پروا» او «غیرمسؤلانه» وباله.

خلیلزاد د وري په ۲۳ مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان بې پروا دی. دا غیر مسؤلانه ده چې وویل شي چې په تاوتریخوالي کې ډېرښت د دې لپاره کوي چې حکومت یو امنیتي پلان اعلان کړی دی. افغانانو په څرګنده د سولې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.»

هغه وویل، «په دې اعلان سره، د طالبانو مشران په ټول هېواد کې د افغانانو د غوښتنو په وړاندې خپله بې پروایي ښیي. د لا نور جنګ لپاره اعلان به د سولې هڅې پر مخ نه وېسي.»

هغه زیاته کړه، «که اجرأ شي، هغه به یوازې نور کړاوونه او په زرګونو نور تلفات رامنځته کړي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملگری میلتونہ چی دہ طالیبان عملیات غندی ولی دہ حوکمت عملیات ولی نہ غندی چی دہ خالید پہ نامہ عملیات پیل کڑہ

ځواب ورکړئ

د تل په څېر، هغوی په ژمو کې د سولې خبرې کوي، خو په پسرلیو کې د ډزو او چاودنو خبرې کوي.

ځواب ورکړئ

ترڅو چی په یو.اږربند هو کړه نه وی شوی دامعاملی به روانی وی غندل اوستایل یی څه ګټه نلری

ځواب ورکړئ