غني او پومپیو د افغانستان د سولې د خبرو او د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په هکله خبرې اترې وکړې

سلام ټایمز

واشنګټن ډي سي -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چېولسمشر اشرف غني او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د شنبې په ورځ /د وري ۳۱ مه/ په یوه ټیلیفوني محاوره کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

په اعلامیه کې راغلي، «وزیر د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو وروستی اعلان وغانده او د سولې د داسې یوې هر اړخیزې هوکړې د لټون لپاره چې کړاوونه او ویجاړتیاوې پای ته ورسوي، له افغانانو سره د متحده ایالاتو ملاتړ تکرار کړ.»

د اعلامیې په اساس، پومپیو په دوحه کې له طالبانو سره د پلان شویو خبرو د ځنډېدا له امله د متحده ایالاتو له خوا خفګان څرګند کړ.

په اعلامیه کې راغلي، «وزیر او ولسمشر غني هوکړه وکړه چې د دوحې کانفرانس د سولې د پرمخ بوولو لپاره یو مهم فرصت وړاندې کوي.»

اعلامیه زیاتوي، «وزیر ټول لوري دې ته وهڅول چې له وخت نه استفاده وکړي او د برخه والو په هکله سره یوه تفاهم ته ورسېږي، چې په دوحه کې ژر تر ژره د ټولو په شمول بین الافغاني خبرې اترې وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500