کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو د سې شنبې په شپه /د غبرګولي ۲۱مه/ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې د مشکوک کس نوم شېرمحمد دی چې په غضنفر هم مشهور دی.
اعلامیه زیاتوي چې د هغه یو جنګیالی هم نیول شوی دی.
چارواکو وویل چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو اړوند درې موټرسایکلونه، وسلې او ۶۰ کیلوګرامه نشه یي توکي ونیول شول.