افغان کمانډویانو په فاریاب کې ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۳۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو په فاریاب ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې لږ تر لږه ۴ طالب اورپکي ووژل.

د اردو په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰مه/ د شپې له مخې په ګورزیوان ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې ملکي خلکو یا افغان سرتېرو ته زیان نه دی ور رسېدلی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500