مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۳۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو په فاریاب ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې لږ تر لږه ۴ طالب اورپکي ووژل.
د اردو په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰مه/ د شپې له مخې په ګورزیوان ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې ملکي خلکو یا افغان سرتېرو ته زیان نه دی ور رسېدلی.