افغان او ایتلافي ځواکونو په هرات کې د نشه ییزو توکو او بم جوړونې فابریکه ویجاړه کړه

سلام ټایمز

هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډو سرتېرو او ایتلافي ځواکونو په هرات ولایت کې د نشه ییزو توکو او د بمونو جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړه.

اعلامیه د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته وایي، چې دا عملیات په زېر کوه ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه اورپکي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500