هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه هوایي برید د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان عبدالرحمان له ۱۱ یاغیانو سره یوځای وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې رحمان چې د مالدار په نامه هم مشهور وو، په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي عملیاتو مسؤل وو.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه درې تنه اورپکي ټپیان شول خو په دې هکله یې څه نه دي لیکلي چې هوایي برید کله ترسره شو.
طالبانو په دې هکله په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.