کابل -- د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د افغان هوایي ځواک یوه برید په هرات ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې له ۴۵ څځه ډېر غړي ووژل.
وزارت وویل چې په اورپکو باندې برید د چارشنبې په ورځ (د لړم ۱) د شپې پر وخت په چشت ولسوالۍ کې ترسره شو. لږ تر لږه ۱۱ تنه نور طالب جنګیالي ټپیان شول.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.