افغان کمانډو سرتېرو په کونړ کې د داعش ۵ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان کمانډو سرتېرو چې ایتلافي ځواکونو یې ملاتړ کاوه، په کونړ ولایت کې د عملیاتو په ترڅ‌ کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱/ ماښام د نورګل ولسوالۍ په ټیټک سیمه کې ترسره شول.‌

افغان ځانګړیو پولیسو د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۳۱مه/ د عین ولسوالۍ په چمبېل کلي کې د داعش ۷ غړي ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500