کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو پولیسو په کونړ ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۷ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د سې شنبې په شپه /د غوایي ۳۱ مه/ د نورګل ولسوالۍ په چمبېل کلي ترسره شول. په وژل شویو کسانو کې د مخلص په نامه د داعش د جنګیالیو د یوه ۲۰ کسیز ګروپ قوماندان هم شامل دی.
اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د اورپکو وسلې او تجهیزات ونیول.