د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار کې د داعش ۲۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۹ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۲۱ غړي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ /د تلې ۸ مه/ د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د داعش په پټنځایونو وشول.‌

اعلامیه زیاتوي، چې هېڅ ملکي کسان ژوبل نه شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500