ننګرهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه دوه غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې په اورپکو برید د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲مه/ په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وشو. لږ تر لږه شپږ نور اورپکي ټپیان شول.
اعلامیه زیاتوي چې د اورپکو اړوندې وسلې ویجاړې کړای شوې.