د ننګرهار اوسېدونکیو د داعش ۸ غړي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې وویل،چې په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳ مه/ د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۸ غړي ووژل.‌

د دوشنبې د ورځې /د چنګاښ د ۳ مې/ په اعلامیه کې راغلي، چې دا پېښه په نازیان ولسوالۍ کې وروسته له هغه وشوه چې د ځايي پاڅون غړو په مورچل سیمه کې د اورپکو په پټنځایونو باندې برید وکړ.

اعلامیه زیاتوي، چې محلي ځواکونو د نښتې په ترڅ کې د داعش ۳ غړي بندیان هم کړل.‌

د اعلامیې په اساس، د محلي پاڅون ۲ غړي هم ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500