ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې په ننګرهار ولایت کې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ د ولسي پاڅون ځواکونو د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۹ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي چې دا پېښه په اچین ولسوالۍ کې وشوه.
اعلامیه زیاتوي چې د ولسي پاڅون لږ تر لږه ۴ غړي ژوبل شول.