افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش له خوا تښتول شوي ۲۴ملکي کسان را ازاد کړل

سلام ټایمز

جلال اباد -- د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو هغه ۲۴ ملکي کسان وژغورل چې د داعش غړو په ننګرهار ولایت کې تښتولي ول.

په اعلامیه کې راغلي چې اورپکو د سلوزو قوم دغه ۲۴ غړي د دوشنبې په سهار په چپرهار ولسوالۍ کې تښتولي ول.

اعلامیه زیاتوي چې د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه درې د داعش اورپکي او یو ملکي کس ټپیان شول، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ایا افغان ځواکونو کوم اورپکي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500