افغان ځواکونو په میدان وردک کې د طالبانو د سرې قطعې ۶۲ غړي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو چې د افغان اردو او هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو په میدان وردک ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې لږ تر لږه ۶۲ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغو عملیاتو د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۸ مه/ په چک ولسوالۍ کې د طالبانو یو شمېر پټنځایونه په نښه کړل.

اعلامیه زیاتوي چېد دغه ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي په شمول لږ تر لږه ۱۱ تنه نور اورپکي ټپیان شول.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500