ځانګړیو ځواکونو په خوست کې د حقاني شبکې ۱۲ قوماندانان ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې ځانګړیو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې لږ تر لږه ۱۲ قوماندانان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي‌ چې وژل شوي کسان د ترهګرۍ اړوندو لویو فعالیتونو کې ښکېل ول.

د عملیاتو د وخت په هکله څه جزیات نه دي ورکړل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې یو اورپکی ټپي او درې نور ونیول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500