ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د چنګاښ ۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۶ غړي ونیول.
د رسنیو دفتر د عملیاتو د وخت په هکله د نورو معلوماتو له ورکولو څخه پرته وویل چې دغه نیونې د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سیمه کې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې د اورپکو اړوند دوه کلاشینکوفونه، دوه تمانچې، ۸ جاغورونه او یو موټر ویجاړ کړای شول.