کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو چې د افغان هوایي ځواک مرسته ورسره وه د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په لوګر ولایت کې لږ تر لږه ۴۸ تنه طالب اورپکي ووژل.
وزارت وویل چې دغه عملیات د ولایت په مرکز پل علم او برکي برک او خوشي ولسوالیو کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه ۱۰ نور اورپکي ټپیان شول.