افغانستان د تاجکستان مشکوک داعشی ور وسپاره

سلام ټایمز

کابل -- د ازادۍ راډېو تاجکي سروېس د دوشنبې په ورځ /د زمري ۸ مه/ د تاجک مقاماتو له قوله راپور ورکړ چې افغانستان یو ۱۹ کلن مشکوک تاجکستانی داعشی د هغه هېواد ته ور وسپاره.

کېدای شي چې شودي جان بویېف لومړنی تاجکستانی وي چې په افغانستان کې د داعش لپاره د جنګ کولو حکم پرې کېږي.‌

د ازادۍ راډېو د سرچینو په وینا، امریکایي ځواکونو بویېف په ننګرهار ولایت کې ونیو او د چنګاښ په لومړیو کې یې د تاجکستان کولاب ته اخراج کړ.

د بویېف پلار وویل چې هغه په ۱۳۹۵ کال کې روسیې ته لاړ چې تعمیراتي کار وکړي او له هغه ځای څخه ترکیې، ایران او بیا افغانستان ته لاړ.

وروسته له هغه چې د کولاب ښار څارنوال اعلان وکړ چې په داعش کې د بویېف د برخه اخیستنې شواهد یې ترلاسه کړي دي، هغه د ۱۳۹۶ له سلواغې راهیسې تر تعقیب لاندې دی.

ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې له دې جلا تاجک مقاماتو د یکشنبې په ورځ /د زمري ۶ مه/ له ۸۰ څخه ډېر افغان بندیان افغانستان ته وسپارل.‌

د سپارلو مراسم د کوز پنج په سرحدي نقطه کې ترسره شول.

دغه ۸۰ افغانان به خپل پاتې بند په افغانستان کې تېروي.

له ۱۰ څخه ډېر نور افغانان چې په ځانګړې توګه خطرناک بلل کېدل د تاجکستان په محبسونو کې پاتې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500