افغان ځواکونو په لوګر کې د طالبانو د ځانمرګو روزنځی ویجاړ کړ

سلام ټایمز

ګردېز -- قول اردو د دوشنبې په ورځ‌ /د زمري ۲۱مه/ په یوه مخکینۍ اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په لوګر ولایت کې د ځانمرګو بریدګرو یو روزنځی ویجاړ کړ او لږ تر لږه ۸ طالب اورپکي یې ووژل.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې ونیول.

له دې جلا، د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په میدان وردک ولایت کې د دوه محلي قوماندانانو په ګډون ۶ تنه طالب اورپکي ووژل.

د اعلامیې په اساس، چارواکو مشکوک قوماندانان د ملا داود او ملا صبور په نومونو یاد کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500