افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو د ډلې ۱۵غړي ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- د ځانګړیو ځواکونو قول اردو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځانګړیو ځواکونو په فاریاب ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د دوه محلي قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه طالب جنګیالي ووژل.

اعلامیه د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، دغه عملیات چې هوایي ملاتړ ورسره وو د ګرزیوان ولسوالۍ په علي اباد کلي کې ترسره شول.

چارواکو د اورپکو قوماندانان د عصمت الله او محبوب الله په نومونو یاد کړل. لږ تر لږه ۸ نور اورپکي ټپیان شول.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500