فراه -- د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د زمري ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په فراه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالب اورپکي ونیول او ۴۰۰ کیلوګرامه اپین یې ضبط کړ.
په اعلامیه کې د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي چې د نیونې دغه عملیات چې د هوا له لارې یې ملاتړ کېده د پشت رود ولسوالۍ په ساج کلي کې ترسره شوې.
افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه له اوږدې مودې راهیسې په طالبانو باندې تور لګوي چې د نشه ییزو توکو په قاچاق کې ښکېل دي او له هغه څخه د جنګ د تمویل د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
طالبانو سمدلاسه د دغې نیونې په هکله څه نه دي ویلي.