افغان ځواکونو کران و منجان ولسوالي بېرته ونیوله او په لسګونو طالبان یې ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د خامه پرېس د بېلابېلو راپورونو په اساس چې د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۰مه/ خپاره شوي، افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې یوه ولسوالي له طالبانو څخه بېرته ونیوله او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د یادې ډلې په لسګونو غړي ووژل.

دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ په واشنګټن کې وویل، «مونږ په تېرو څلورو ورځو کې د تېرو ۱۰ کالو په نسبت طالبان سخت وځپل.»

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې خامه پرېس رانقل کړې ده ویلي دي، افغان ځواکونو په بدخشان ولایت کې د کران و منجان ولسوالي بېرته ونیوله او «نن یې له طالبانو څخه د لاجوردو د کانونو د سیمې کنټرول ترلاسه کړ.»

دغه وزارت وویل چې په کران و منجان کې د ولسي پاڅون ځواکونو له حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړه. د طلوع نیوز په وینا، خواوشا دوه میاشتې کېدلې چې طالبانو د دې ولسوالۍ کنټرول په لاس کې اخیستی وو.‌

د افغان ملي اردو ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، په ورته وخت کې په تخار ولایت کې یوه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ د طالبانو یو قوماندان مولوي جمال وواژه. خامه پرېس په یوه جلا راپور کې لیکلي چې په تخار او کندوز ولایتونو کې وروستیو هوایي بریدونو له ۴۰ څخه ډېر طالبان وژلي دي.‌

په فراه ولایت کې، افغان ځواکونو چې هوایي بریدونه او په ځمکه جنګ یې پرمخ بووه د یوه محلي قوماندان ملا رحمت په شمول لږ تر لږه ۱۲ تنه طالبان ووژل یا ټپیان کړل. خامه پرېس په فراه کې د بریدونو د نېټې په هکله څه نه دي یاد کړي.‌

خامه پرېس زیاته کړې چې په غزني ولایت کې افغان ځانګړیو ځواکونو لږ تر لږه ۹ تنه طالبان ووژل خو د عملیاتو د نېټې په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.‌

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو په نورستان ولایت کې یو طالب یاغي چې د ښځو کالي یې اغوستي وو ژوندی ونیو. د هغه د نیونې د نېټې په هکله راپور نه دی ورکړل شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500