بدخشان -- طلوع نیوز د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۷مه/ په بدخشان ولایت کې له طالب جنګیالیو څخه د درې ولسوالیو د تصفیه کولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
طلوع نیوز وویل، دغه عملیات په وردوج، یمګان او کران و منجان ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ترسره کیږي.
د بدخشان والي ذکریا سودا وویل، «په عملیاتو کې د اردو، پولیسو، محلي پولیسو او د ولسي پاڅون ځواکونه برخه لري. افغان هوایي ځواک به هم د عملیاتو ملاتړ کوي.»
سودا زیاته کړه، «ځواکونو دا عملیات د پنجشېر ولایت له پرنیان ولسوالۍ څخه پیل کړل چې کران و منجان ولسوالي بېرته ونیسي. هغوی دویم عملیات له بهارک ولسوالۍ څخه پیل کړل چې وردوج تصفیه کړي او د یمګان لپاره ځواکونو له جرم ولسوالۍ څخه عملیات پیل کړل.»