ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د وږي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په ننګرهار ولایت کې یوه د سرک د غاړې بم یو ملکي کس وواژه او نهه نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د جمعې په سهار د خوګیاڼو ولسوالۍ بازار سره نژدې سیمه کې وشوه.
اعلامیه زیاتوي چې د دوه ټپیانو حال نازک دی.
هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت نه دی منلی. طالبان په منظمه توګه د سرک د غاړې بمونه د دې لپاره ښخوي چې افغان ځواکونه پرې په نښه کړي.