په ننګرهار کې د سرک د غاړې بم ملکي کس وواژه

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د وږي ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل چې په ننګرهار ولایت کې یوه د سرک د غاړې بم یو ملکي کس وواژه او نهه نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د جمعې په سهار د خوګیاڼو ولسوالۍ بازار سره نژدې سیمه کې وشوه.

اعلامیه زیاتوي چې د دوه ټپیانو حال نازک دی.

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت نه دی منلی. طالبان په منظمه توګه د سرک د غاړې بمونه د دې لپاره ښخوي چې افغان ځواکونه پرې په نښه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500