افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش په لسګونو غړي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- افغان ځواکونو په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د داعش په لسګونو غړي ووژل او د طالبانو له خوا د یوې ولسوالۍ له پاره یو مرستیال ولسوال یې ونیولو، په داسې حال کې چې په فاریاب ولایت کې د سرک د غاړې یوه بم دوه تنه ملکي وګړي ووژل.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د والي دفتر د جولای په ۲۲مه په یوه بیانیه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د اچین په ولسوالۍ کې په دې وروستیو کې د داعش لږ تر لږه ۱۷ تنه غړي ووژل.

په بیانیه کې ویل شوي چې ځواکونو د عملیاتو پر مهال په سیمه کې د داعش مخابراتي سیسټم له منځه وېووړ.

په عین حال کې، خامه پریس د جولای په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د دفاع وزارت په تازه عملیاتو کې د داعش د ۴۸ تنو اورپکو د وژلو خبر ورکړی دی. په دې ۴۸ مړو کې ښايي هغه ۱۷ تنه شامل وي چې پژواک خبري اژانس یې خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د جولای په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو له خوا نومول شوی د ولسوالۍ مرستیال ونیولو. په خبر کې د هغه د نیولو ځای نه دی ښودل شوی.

طلوع نیوز په فاریاب کې د طالبانو په ضد د ملکي ځواکونو د قوماندان جنرال غلام فاروق په حواله خبر ورکړ چې د جولای په ۲۲مه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه تنه ملکي وګړي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500