۱۰۲ افغان اورپکي، ۶ سرتېري او ۳ ملکي وګړي ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په ټول افغانستان کې په تازه جګړو او نور تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۰۲ تنه اورپکي، ۶ تنه سرتېري او ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان د جولای په ۱۹مه وویل چې په دې وروستیو کې په دغې ولسوالۍ کې درې تنه چې غوښتل یې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي د خپلو چاودېدونکو موادو، چې هغوی په یوه موټرسایکل کې ایښودل، د چاودېدو له امله ووژل شول.

احمدزي وویل چې په دې پېښه کې یو شمېر ښځې ټپیانې شوې ځکه چې اورپکي په یوه کور کې دننه په دې کار کې بوخت وو.

د افغانستان ټایمز د جولای د ۱۹مې نېټې د یوه راپور له مخې د دفاع وزارت وویل چې افغان ځواکونو په ټول هیواد کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۶۸ تنه یاغیان ووژل.

دفاع وزارت وویل چې د ملي اردو ۶ تنه سرتېري هم وژل شوي دي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د افغان ملي اردو چارواکیو د جولای په ۲۰مه تایید کړه چې د داعش لږ تر لږه ۲۸ غړي په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې وژل شوي دي.

خامه پریس د جولای په ۱۹مه خبر ورکړ چې د دفاع وزارت په یوه جلا بیانیه کې ویلي چې د هلمند ولایت په یو څو ولسوالیو کې په تازه تصفیوي عملیاتو کې د هلمند ولایت له پاره طالبانو له خوا د شورا د نومول شوي مشر په ګډون ۳۴ تنه اورپکي وژل شوي دي. ښايي چې دغه مرګونه د افغانستان ټایمز د ۶۸ اورپکو د مرګ په راپور کې شامل وي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت د جولای په ۲۰مه وویل چې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د جولای په ۱۹مه په یوه جګړه کې د طالبانو یو قوماندان او دوه تنه نور اورپکي ووژل شول.

په عین حال کې، د کاپیسا ولایت د والي ویاند غلام نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورپکو د جولای په ۱۹مه نېټه د دغه ولایت په الاسای ولسوالۍ کې د ملي اردو په هغه پرسونل چې بازار کې یې سودا کوله برید وکړ، د دغه برید په نتیجه کې رامنځته شوې جګړه کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500