په افغان عملیاتو کې ۸۳ اورپکي او ۱۱ عسکر ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۸۳ تنه اورپکي او ۱۱ تنه سرتېري ووژل شول.

افغانستان ټایمز د دفاع وزارت د سپتمبر د ۲۰مې د اعلاميې په اساس خبر ورکړ چې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۶۸ تنه اورپکي چې ۴۲ تنه د داعش غړي په کې شامل ول ووژل شول.

د دفاع وزارت وویل چې ۱۱ تنه افغان عسکر هم ووژل شول.

د کندوز ولایت د والي ویاند سید محمود دانش د سپتمبر په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې عسکرو د سپتمبر په ۱۹مه د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ووژل. ښایي چې هغوی د هغو ۶۸ اورپکو په ډله کې شامل وي چې د دفاع وزارت یې د مړینې راپور ورکړی وو.

د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۰ مه وویل چې د طالبانو د یوه مهم قوماندان په شمول لږ تر لږه ۵ تنه اورپکي د سپتمبر په ۱۹مه د غزني ولایت په پناه کې له عسکرو سره په جګړه کې ووژل شول. ښایي چې هغوی هم د هغو ۶۸ مړو اورپکو په ډله کې شامل وي چې مخکې یې راپور ورکړل شوی وو.

افغانستان ټایمز او خامه پرېس د کورنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست له قوله لیکلي چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې څلور شکمن ترهګر؛ دوه په لغمان ولایت او دوه نور په خوست ولایت کې ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500