۶۸ افغان اورپکي او ۵ سرتېري ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو خبر ورکړی چې په ټول افغانستان کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه اورپکي او ۵ تنه سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان ټایمز د راپورله مخې، د دفاع وزارت د جولای په ۲۰مه نېټه ویلي چې افغان ځواکونو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۶۴ تنه اورپکي ووژل.

دفاع وزارت زیاته کړه چې په جګړه کې پنځه تنه سرتېري هم وژل شوي دي.

خامه پریس د هلمند د ولایتي ادارې له قوله خبر ورکړ چې، د دغه ولایت په باباجي سیمه کې په یوه تازه هوايي برید کې د هلمند ولایت له پاره د طالبانو نظامي مشر ووژل شو.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک د جولای په ۲۰مه وویل چې د دغه ولایت په دوه برخو کې په امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه درې تنه طالب اورپکي ووژل شول.

په عین حال کې، د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس پولیسو د جولای په ۲۰مه وویل چې طالبانو د جولای په ۱۹مه د غزني ولایت په غزني ښار کې د موبایل ټیلیفون د ستنې یوه امنیتي ساتونکی وتښتاوه.

ولایتي پولیسو وویل چې طالبانو د ټیلیفون ستنې ته اور واچاوه او ساتونکی یې ونیولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500