۶۸ افغان اورپکي، ۷ سرتېري ووژل شول؛ د طالبانو قوماندان ونیول شو

د سټاف راپور

کابل -- لږ تر لږه ۶۳ تنه افغان اورپکي او ۷ تنه سرتېري په جګړه کې ووژل شول، په داسې حال کې چې امنیتي منسوبینو د طالبانو یو داسې قوماندان ونیولو چې د ۳۰ تنو افغان محلي پولیس افسرانو په وژنه کې په لاس لرلو تورن دی.‌

د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح د جولای په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یو قوماندان په ګډون شپږ تنه طالبان ووژل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د لوګر ولایت د یوې بلې ولسوالۍ برکي برک ولسوال محمد رحیم وویل چې امنیتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې پنځه تنه نور طالبان ووژل. هغه زیاته کړه چې جګړه د جولای په ۲۷مه پیل شوه او د جولای په ۲۸مه هم روانه وه.

خامه پریس د دفاع وزارت له قوله لیکلي چې، په ټول هیواد کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۳ تنه اورپکي ووژل شول. د دفاع وزارت زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال ۷ تنو افغان سرتېرو هم ژوند له لاسه ورکړ.

په عین حال کې، خامه پریس د جولای په ۲۸مه خبر ورکړ چې ملي امنیت په هلمند ولایت کې د طالبانو یو داسې قوماندان ونیو چې د لږ تر لږه ۳۰ تنو محلي پولیس افسرانو په وژنه تورن دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500