جلال اباد -- خامه پریس د جولای په ۲۷مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په روانو تصفیوي عملیاتو کې د داعش خواوشا ۳۰۰ تنه غړي ووژل.
نظامي ځواکونو له ننګرهار څخه د دفاع د وزیر عبدالله حبیبي له لیدنې څخه وروسته د جولای په ۲۲مه د شاهین-۱۸ په نامه عملیات پیل کړل. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل چې دغه عملیات به تر هغه وخته دوام وکړي چې امنیتي ځواکونه د ډیورنډ کرښې سره سیمې له داعش څخه پاکې کړي.
په عین حال کې، د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د جولای په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو په غزني ښار کې درې تنه پولیس افسران په یو کمین کې ووژل.