افغان ځواکونو ۱۸ تنه اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د جولای په ۸ مه د دفاع وزارت له قوله ولیکل چې،‌ افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په موده کې په غزني او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه اورپکي ووژل.‌

د دفاع وزارت وویل چې لږ تر لږه ۱۴ تنه یاغیان د غزني ولایت په ګیرو او اندړ ولسوالیو کې ووژل شول.‌

په ورته وخت کې، د دفاع وزارت وویل چې عسکرو د ننګرهار ولایت په کوټ او اچین ولسوالیو کې په وروستیو وختونو کې د داعش ۴ تنه غړي ووژل‌،‌ او زیاته یې کړه چې په جګړه کې دوه تنه عسکر هم مړه شول‌.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500