کابل -- خامه پریس راپور ورکړی چې په ټول افغانستان کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۳۷ اورپکي وژل شوي دي.
خامه پریس د جون په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دفاع وزارت وویل چې سرتېرو د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې لږ تر لږه اوه تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې په وروستیو کې د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه یاغیان ووژل شول.
د دفاع وزارت په یوه بله بیانیه کې وویل چې د افغان ځواکونو یوه بل تازه هوايي برید د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې "د عراق او شام د اسلامي دولت" (شام) لږ تر لږه پنځه تنه غړي ووژل.
د خامه پریس د راپور له مخې د دفاع وزارت زیاته کړه چې د جون په ۶مه په همدغې ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه ۱۱ تنه نورغړي وژل شوي ول.