کابل - په ټول افغانستان کې په وروستیو جنګونو کې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه اورپکي او ۱۳ تنه افغان سرتېري ووژل شول.
د خامه پریس د جون د ۵مې د یوه راپور له مخې د دفاع وزارت ویلي چې عسکرو په ټول هیواد کې په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۸ تنه اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې دیارلس تنه افغان سرتېري وژل شوي وو.
خامه پریس د جون په ۵مه راپور ورکړ چې د دفاع وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي چې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې په یوه تازه هوايي برید کې ۱۸ تنه اورپکي چې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) ډلې پورې تړلي ول وژل شوي دي.
خامه پریس زیاته کړه چې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې په وروستیو عملیاتو کې نهه تنه نور د داعش غړي ووژل شول.